Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 36:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو آفسرانو باروک ته ووئيل چې، ”تۀ او يرمياه لاړ شئ او خپل ځان پټ کړئ. او هيچا ته مۀ وايئ چې تاسو چرته يئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 36:19
12 Iomraidhean Croise  

”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه.


زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.


او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.


په دې باندې مالِک خُدائ غصه شو، نو هغۀ امصياه له يو پېغمبر ورولېږلو. پېغمبر ورته وفرمائيل، ”تا د هغه پردو معبودانو عبادت ولې کړے دے چې هغوئ ستا د لاس نه خپل خلق هم نۀ شول بچ کولے؟“


کله چې صادقان کامياب شى، نو ټول قوم غټه خوشحالى کوى، خو کله چې د بدکارانو حکومت راشى نو هر څوک خپل ځان پټوى.


نو آفسرانو او خلقو چې دا واورېدل، نو اِمامانو او پېغمبرانو ته يې ووئيل، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورنۀ کړے شى، ځکه چې هغۀ مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نوم خبرې وکړې.“


نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.


بيا امصياه عاموس ته ووئيل، ”اے رويا کتونکيه، دلته نه اوځه. او واپس د يهوداه مُلک ته لاړ شه. هلته خپل رزق وګټه او هلته خپلې پېشګويانې کوه.


په هم دغه وخت يو څو فريسيان راغلل او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”تۀ د دې ځايه ووځه او لاړ شه ځکه چې هيروديس ستا د وژلو نيت کړے دے.“


هغوئ بيا رسولان دننه راوبلل او په کوړو يې ووهل، بيا يې هغوئ ته حُکم ورکړو چې د عيسىٰ په نوم تعليم مۀ ورکوئ، نو په دې سره يې هغوئ پرېښودل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan