17 نو بيا هغوئ د باروک نه تپوس وکړو چې، ”تۀ مونږ ته دا ووايه چې دا هر څۀ تا څنګه وليکل؟ آيا يرمياه نبى تا ته وفرمائيل او تا وليکل؟“
بيا فريسيانو ترې هم تپوسونه شروع کړل چې، ”تۀ څنګه بينا شوې؟“ سړى هغوئ ته ووئيل، ”هغۀ زما په سترګو خټه ومږله، بيا هغه ما ووينځلې او اوس زۀ ليدے شم.“