16 نو کله چې هغوئ دا کلام واورېدو، نو بيا هغوئ يو بل ته يرې سره کتل او باروک ته يې ووئيل چې، ”مونږ به ضرور بادشاه د دې ټول کلام نه خبر کړُو.“
کله چې بادشاه د شريعت د کِتاب خبرې واورېدې، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې،
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”بادشاه او د هغۀ مور ته ووايه چې، د تخت نه راکوز شه او په خاورو کښې کښېنه، ځکه چې ستا د شان او شوکت تاجونه به زر ستا د سر نه راوغورزيږى.
زما زړۀ د دروغژنو نبيانو په وجه مات شوے دے، او ټول هډُوکى مې په لړزان دى. زۀ لکه د هغه نشائى په شان شوے يم څوک چې په شرابو زيات نشه شوے وى، نو دغه شان زۀ د مالِک خُدائ او د مقدس کلام په وجه نشه يم.
بادشاه او د هغۀ ټولو خِدمتګارانو چا چې دا کلام واورېدو هغوئ ونۀ يرېدل او نۀ يې د غم نه جامې وشلولې.