13 نو ميکاياه هغوئ ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې باروک خلقو ته د طومار نه بيانول او هغۀ ترې اورېدلى وُو.
او هغۀ ووئيل، ”ما سره دلته يو کِتاب دے چې خِلقياه راکړے دے.“ او بادشاه ته يې دا ولوستلو.
او کله چې تا واورېدل چې ما يروشلم او د دې خلقو له د سزا ورکولو خبره کړې ده، نو توبه دې وويستله او عاجزى دې ښکاره کړه، جامې دې وشلولې او ودې ژړل. دا ښار به شاړ او ويجاړ کړم چې خلق به ورباندې لعنت وائى. خو ما ستا سوال اورېدلے دے،
چې د مالِک خُدائ نه دا پېغام راغلے دے، ”زۀ به په يروشلم او د دې په ټولو خلقو افت راولم چې په کښې به هغه ټول لعنتونه وى چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى کوم چې بادشاه ته بيان شو.
کله چې ميکاياه د ګمرياه زوئ او د سافن نمسى د مالِک خُدائ کلام د طومار نه واورېدو،
کله چې د نينوه بادشاه ته د يُونس پېغام ورسېدو، نو هغه د خپل تخت نه کوز شو، خپله شاهى چُوغه يې وويستله، د ټاټ جامې يې واغوستلې او په خاورو کښې کښېناستو.