Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 36:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په يهوداه کښې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، مالِک خُدائ يرمياه ته پېغام ورکړو چې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 36:1
9 Iomraidhean Croise  

يهويقيم د پينځويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. هغۀ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه وکړه.


يرمياه ته د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ يهويقيم د بادشاهۍ په څلورم کال، د يهوداه د ټولو خلقو په حقله د مالِک خُدائ د طرف نه پېغام ورکړے شو. په هم دغه کال باندې نبوکدنضر د بابل په تخت کښېناستو.


”د يهوداه بادشاه د امون د زوئ يوسياه د بادشاهۍ د ديارلسم کال نه واخله، تر اوسه پورې مالِک خُدائ د درويشتو کالو دپاره ما ته پېغام راکړو او ما هغه تاسو ته څو ځله در رسولے دے، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.


د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د حکومت په دوران کښې ورکړے شو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې،


يهويقيم د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه د بادشاهۍ د پينځم کال په نهمه مياشت د يروشلم ټولو خلقو ته او د هغوئ دپاره څوک چې د يهوداه د ښارونو نه راغلى وُو، د روژې اعلان وکړو او هغوئ د مالِک خُدائ دپاره روژه ونيوله.


يرمياه نبى باروک د نيرياه زوئ ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال چې د يهوداه بادشاه وو پېغام ورکړو د دې نه وروستو کله چې باروک په طومار کښې هغه څۀ وليکل کوم چې ورته يرمياه فرمائيلى وُو.


کوم پېغام چې د مِصر په حقله وو هغه دا وو چې، د يهوداه بادشاه يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، د کرکميس د جنګ په موقع کله چې فِرعون نِکوه د مِصر بادشاه او د هغۀ فوجيانو د فرات د سيند سره نزدې د بابل بادشاه نبوکدنضر نه شکست وخوړو.


د يهوداه د بادشاه د يهويقيم د حکومت په درېم کال، د بابل بادشاه نبوکدنضر يروشلم ته راغلو او هغه يې محاصره کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan