8 مونږ د هغه هر څۀ تابع يُو د څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ تعليم راکړے دے. نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ ښځو او نۀ زمونږ زامنو لوڼو کله مے څښلى دى.
هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى.
زما زويه، ما ته غوږ شه. زۀ چې درته څۀ وايم هغه کوه، نو په دې کولو سره به ستا عمر اوږد شى.
زما زويه، د پلار په حُکمونو عمل کوه، او د خپلې مور لارښودنه مۀ هېروه.
اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے.
اے بچو، د مور پلار هره خبره منئ ځکه چې په دې مالِک خُدائ خوشحاليږى.