يرمياه 35:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 خو هغوئ راته په جواب کښې ووئيل چې، ”مونږ مے نۀ څښو، ځکه چې زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ مونږ ته دا حکم راکړے دے چې تاسو او ستاسو اولاد دې کله هم مے نۀ څښى. Faic an caibideil |
ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو.