5 نو بيا ما جامونه سره د پيالو راواخستل او د ميو نه مې ډک کړل او هغه مې د ريکاب خاندان ته پېش کړل او ورته مې ووئيل چې، ”راشئ او مے وڅښئ.“
نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.
”د ريکاب خاندان ته لاړ شه او هغوئ ته دعوت ورکړه چې د مالِک خُدائ کور ته راشى نو بيا هغوئ هلته يوې کوټې ته بوځه او د څښلو دپاره ورله مے ورکړه.“
”خو تاسو د نذير په حيثيت په وقف شوو خِدمت کوونکو مے وڅښل او د هغوئ قَسم مو مات کړو او پېغمبرانو ته مو حکم وکړو چې، پېشګويانې مۀ کوئ.
کله چې هغوئ د بازار نه راشى تر هغې خوراک نۀ کوى ترڅو چې يې غسل نۀ وى کړے، او ډېر نور داسې رِواجونه دى چې هغوئ په کښې د رواياتو پابندى کوى، لکه د پيالو، پَتيلو او د تانبې لوښو وينځل دى.
ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه.