3 نو بيا زۀ يازنياه د يرمياه زوئ او د حبصنيا نمسى ته او د هغۀ زامنو او وروڼو او د ريکاب مکمل خاندان ته ورغلم.
”د ريکاب خاندان ته لاړ شه او هغوئ ته دعوت ورکړه چې د مالِک خُدائ کور ته راشى نو بيا هغوئ هلته يوې کوټې ته بوځه او د څښلو دپاره ورله مے ورکړه.“
ما هغوئ ټول د مالِک خُدائ کور ته او د يجدليا د زوئ حنان پېغمبر او د هغۀ د زامنو کوټې ته راوستل چې د خُدائ پاک خادِم وو. دا کوټه د آفسرانو د کوټې سره خوا کښې او د معسياه د سلوم زوئ چې چوکيدار وو د هغۀ د کوټې دپاسه وه.