Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 35:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 خو کله چې نبوکدنضر بادشاه په دې مُلک باندې قبضه وکړه، مونږ ووئيل، راځئ چې، مونږ يروشلم ته د بابليانو او د شام د لښکرو نه وتښتُو. نو بيا ځکه مونږ په يروشلم کښې پاتې شُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 35:11
8 Iomraidhean Croise  

زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو، او وې فرمائيل چې،


نو بيا به دوئ وائى چې مونږ ولې دلته په آرام سره ناست يُو؟ راځئ چې قلعه بند ښارونو ته وتښتو چې هلته کښې مړۀ شُو، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ دا تباهى راباندې راوستې ده او د زهرو ډک جام يې مونږ ته څښلو دپاره راکړے دے. ځکه چې مونږ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.


هر کله چې تاسو ووينئ چې، هغه پليت بُت چې تباهى راولى په هغه ځائ کښې ولاړ دے چرته چې نۀ دے پکار، نو لوستونکى دې پوهه شى، نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan