مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، په هغه ورځ به د هغوئ د غاړې نه هغه جغ مات کړم او د زنځيرونو نه به يې خلاص کړم او هغوئ به نور د پردو خلقو غلامان نۀ وى.
ټولو مشرانو او خلقو چا چې هم دا لوظ کړے وو هغوئ دا خبره ومنله چې هغوئ به خپل غلامان او وينځې آزادوى او نور به هغوئ په خپله قبضه کښې نۀ ساتى او هغوئ يې آزاد کړل.