7 په هغه وخت کښې د بابل بادشاه لښکرو د يروشلم او د يهوداه د نورو ښارونو په خلاف جنګ کولو کوم چې لکيس او عزيقه وُو. صرف دا مضبوط ښارونه وُو چې د قبضې نه پاتې شوى وُو.
په يروشلم کښې د امصياه د وژلو منصوبه جوړه شوه، نو هغه د لکيس ښار ته وتښتېدو، خو دشمنان ورپسې وُو او هغه يې هلته ووژلو.
د اسور آفسر خبر شو چې بادشاه د لکيس نه تلے دے او د نزدې ښار لِبناه خِلاف جنګ کوى، نو هغه ورَغلو چې مشوره ورسره وکړى.
د يهوداه په غرونو کښې هغۀ ښارونه جوړ کړل او په ځنګلو کښې يې قلعې او برجونه جوړ کړل.
بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم ته لاړ شى. نو آفسر په هغه سړک ودرېدو چرته به چې دهوبيانو جامې وينځلې، دا د هغه وَلې سره نزدې وو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې.
نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى.
کله چې د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ ټولو لښکرو او د هغۀ د بادشاهت د لاندې ټولو مُلکونو چې په يروشلم او د هغۀ په خوا او شا ښارونو باندې حمله کوله نو د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو.
په يهوداه کښې اعلان وکړئ او يروشلم ته اِطلاع ورکړئ او ورته ووايئ، ”په ټول مُلک کښې بيګل وغږوئ. په زوره چغې ووهئ. او ورته ووايئ، راشئ، محفوظو ښارونو کښې پناه واخلئ.
نو بيا به دوئ وائى چې مونږ ولې دلته په آرام سره ناست يُو؟ راځئ چې قلعه بند ښارونو ته وتښتو چې هلته کښې مړۀ شُو، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ دا تباهى راباندې راوستې ده او د زهرو ډک جام يې مونږ ته څښلو دپاره راکړے دے. ځکه چې مونږ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.
تاسو څوک چې په لکيس کښې اوسېږئ، په آسونو پسې جنګى ګاډۍ وتړئ. تاسو د صيون لور دپاره د ګناه سرچينه وئ، ځکه چې د بنى اِسرائيلو جرمونه هم په تاسو کښې موجود وُو.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم مُلک تاسو له درکوى هغوئ به د هغې په هر ښار باندې حمله وکړى او په کومو اوچتو او پَخو دېوالونو باندې چې تاسو اعتبار کوئ هغه به راوغورزيږى.
نو ادونىصدق د حبرون بادشاه هوهام له، د يرموت بادشاه پيرام، د لکيس بادشاه يفيع او د عجلون بادشاه دبير له دا پېغام ولېږلو،
دې پينځو امورى بادشاهانو، د يروشلم بادشاه، د حبرون، د يرموت، د لکيس او د عجلون بادشاه يو لښکر جوړ کړو، جبعون يې محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.
يرموت، لکيس،
يرموت، عدولام، شوکه، عزيقه،
لکيس، بُصقت، عجلون،