Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 34:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو بيا اے صدقياه د يهوداه بادشاه، ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ ستا په حقله فرمائى چې، تۀ به په جنګ کښې قتل نۀ شې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 34:4
7 Iomraidhean Croise  

ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”اوس چې څۀ مالِک خُدائ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ. ما وليدل چې مالِک خُدائ په آسمان کښې په خپل تخت باندې ناست دے او د هغۀ ټولې فرښتې د هغۀ يو طرف او بل طرف ته ولاړې دى.


اے د يعقوب اولاده، اے د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ.


هغه به صدقياه بابل ته بوځى او هغه به تر هغې پورې هلته پاتې وى چې ترڅو مې ورسره خپل عمل نۀ وى کړے، مالِک خُدائ فرمائى. کۀ چرې تۀ د بابليانو خلاف جنګ وکړې، نو تۀ به کامياب نۀ شې.“


تۀ به د هغۀ د ګرفتارى نه ونۀ تښتې بلکې په يقين سره به تۀ ګرفتار شې او هغۀ ته به حواله کړے شې. تۀ به د بابل بادشاه په خپلو سترګو ووينې، او هغه به تا سره مخامخ خبرې وکړى. او هغه به تا بابل ته جلاوطن کړى.


بلکې تۀ به په خپل عام مرګ باندې مړ شې. څنګه چې خلقو ستا د پلار نيکۀ د جنازې د عزت دپاره خوشبو سوزوله څوک چې ستا نه وړاندې بادشاهان وُو، نو دغه شان به خلق ستا د جنازې د عزت دپاره خوشبو وسوزوى. او هغوئ به ماتم کوى او وائى به چې، افسوس، اے زمونږه بادشاه، تۀ مړ شوې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


”د مالِک خُدائ د کور د دروازې سره ودرېږه او خلقو ته اعلان وکړه چې، اے د يهوداه ټولو اوسېدونکو او هغه کسانو چې په دې لارو د مالِک خُدائ کور ته د عبادت دپاره دننه کيږى، د مالِک خُدائ کلام واورئ.


اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک خُدائ د دې مُلک په اوسېدونکو اِلزام لګوى چې، ”په دې مُلک کښې نۀ وفا شته او نۀ په کښې مينه شته او دا خلق خپل خُدائ پاک نۀ پېژنى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan