18 ځکه چې تاسو ما سره د لوظ شرائط مات کړل نو زۀ به تاسو هم دوه ځايه کړم لکه څنګه چې تاسو سخى دوه ځايه کړى وُو او د هغې په مينځ کښې تېر شوئ.
ابرام دا ځناور حاضر کړل، حلال يې کړل، هغه درې څاروى يې په مينځ نيم کړل او په دوه قطارونو کښې يې نيم نيم يو بل ته مخامخ کېښودل، خو مارغان يې په مينځ نيم نۀ کړل.
خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ما ته به څنګه پته ولګى چې دا به زما شى؟“
قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو، او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل.
خو په آدم نومې ښار کښې تاسو لوظ مات کړو او هلته مو ما سره بېوفائى وکړه.
”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلافورزى يې کړې ده.
خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى.
کۀ تاسو واورئ چې ستاسو په يو ښار کښې څۀ سړو يا ښځو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده او د هغۀ سره کړے لوظ يې مات کړے دے
کۀ تاسو هغه لوظ مات کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغې سر ته رسولو حُکم درکړے دے او تاسو د نورو معبودانو خِدمت او عبادت وکړئ، نو بيا به هغه په خپله غصه کښې تاسو له سزا درکړى، نو ډېر زر به ستاسو يو کس هم په دې ښۀ مُلک کښې پاتې نۀ شى چې کوم هغۀ درکړے دے.“
بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. هغوئ زما سره هغه لوظ مات کړے دے چې ما ورته حُکم کړے وو چې دوئ به يې نۀ ماتوى. هغوئ د هغه څيزونو نه څۀ اخستى دى چې کوم وقف کولے شول. هغوئ هغه پټ کړل، د هغې په حقله يې دروغ ووئيل او د خپل سامان سره يې کېښودل.