Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 34:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 ټولو مشرانو او خلقو چا چې هم دا لوظ کړے وو هغوئ دا خبره ومنله چې هغوئ به خپل غلامان او وينځې آزادوى او نور به هغوئ په خپله قبضه کښې نۀ ساتى او هغوئ يې آزاد کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 34:10
12 Iomraidhean Croise  

کۀ تاسو يو عبرانے غلام واخلئ، هغه به شپږ کاله ستاسو خِدمت کوى. او په اوؤم کال به بغېر د څۀ څيز درکولو نه آزاد شى.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.


کله چې د يهوداه آفسرانو د دې خبرو په حقله واورېدل، هغوئ د شاهى محل نه د مالِک خُدائ د کور طرف ته لاړل او هلته د نوې دروازې په نوم دروازه کښې په داخلېدو سره په خپلو ځايونو باندې کښېناستل.


نو آفسرانو او خلقو چې دا واورېدل، نو اِمامانو او پېغمبرانو ته يې ووئيل، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورنۀ کړے شى، ځکه چې هغۀ مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نوم خبرې وکړې.“


خو وروستو هغوئ خپله فېصله بدله کړه، هغوئ آزاد شوى غلامان واپس راوستل او هغوئ يې بيا په زور سره دوباره خپل غلامان او وينځې جوړ کړل.


آو، زۀ به تاسو په مينځ وشلوم، هغه کۀ تاسو د يهوداه او يروشلم آفسران، د دربار خصيان آفسران، اِمامان او يا عام خلق هم يئ، ځکه چې تاسو ما سره خپل لوظ مات کړو.


نو هغه په شاهى محل کښې لاندې د منشى کوټې ته لاړو، چرته چې ټول آفسران ناست وُو. اليسمع، د دربار منشى، د سمعياه زوئ دلاياه، د عکبور زوئ الناتن، د سافن زوئ ګمرياه، د حننياه زوئ صدقياه او نور ټول آفسران هلته موجود وُو.


نو بيا آفسران بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”دا سړے دې خامخا قتل کړے شى، ځکه چې هغه په ښار کښې زمونږ خلق او په جنګ کښې بچ شوى فوجيان په خپلو دې خبرو باندې بې‌زړۀ کوى. هغه د خلقو ښېګړه نۀ لټوى بلکې په دې خبرو سره ورته نقصان ورکوى.“


نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.


ځکه چې هيروديس د يحيىٰ نه په دې يرېدو چې هغۀ ته معلومه وه چې دے پاک او نېک سړے دے، ځکه يې د هغۀ ساتنه وکړه. هيروديس دا غوښتل چې د هغۀ خبرې واورى اګر چې د هغۀ خبرو هغه ډېر وارخطا کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan