يرمياه 34:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 کله چې د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ ټولو لښکرو او د هغۀ د بادشاهت د لاندې ټولو مُلکونو چې په يروشلم او د هغۀ په خوا او شا ښارونو باندې حمله کوله نو د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو. Faic an caibideil |
هغۀ، هغۀ له ډېر اوچت مقام ورکړے وو نو په دې وجه د ټولو خلقو د ټولو قومونو، او ټولو ژبو خلق د هغۀ په وړاندې د يرې نه ريږدېدل. څوک به چې هغۀ مړ کول غوښتل نو مړ به يې کړو، څوک به يې چې ژوندے پرېښودل غوښتل نو هغه به يې ژوندے پرېښودو، او چا ته به يې چې ترقى ورکول غوښتل نو هغۀ له به يې ترقى ورکړه، او څوک به يې چې عاجز کول غوښتل هغه به يې عاجز کړو.