25 خو مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې ما د ورځې او د شپې سره لوظ نۀ وو کړے او د زمکې او آسمان نظام مې نۀ وو جوړ کړے،
هغۀ دا ځلېدونکى څيزونه په آسمان کښې مقرر کړل چې زمکې له رڼا ورکوى،
چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“
تا سپوږمۍ د موسم د مقررولو دپاره جوړه کړه، نمر په دې پوهيږى چې کله ښکته شى.
ستا شريعت تر نن ورځې پورې قائم دے نو ټول څيزونه ستا خِدمتګاران دى
او هغوئ يې د تل دپاره په خپل ځايونو مقرر کړې دى، او هغۀ ورته قانون مقرر کړو چې هيڅکله نۀ ختميږى.
”مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ چرې تاسو زما لوظ د ورځې او د شپې د مقرر شوى نظام په حقله ماتولے شئ، چې شپه او ورځ په خپل مقرر شوى وخت رانۀ شى