نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو صحت دوباره ښۀ کړم، او ستاسو زخمونو ته به شفا ورکړم. زۀ به دا کار وکړم ځکه چې ما اورېدلى دى چې خلق تا ته ”جلاوطن شوے“ وائى، ”صيون د چا چې څوک هم خيال نۀ ساتى.“
نو بيا به زۀ د يعقوب او د خپل خِدمتګار داؤد اولاد نامنظور کړم، او نۀ به د يعقوب او د داؤد د اولاد نه څوک خوښ کړم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په اولاد حکومت وکړى. ځکه چې زۀ به هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم.“
زۀ به د بنى اِسرائيلو په مُلک او د بنى اِسرائيلو په غرونو کښې د هغوئ نه يو قوم جوړ کړم. په هغوئ ټولو به يو بادشاه حکومت کوى او هغوئ به بيا هيڅکله نۀ دوه قومونه شى او نۀ به په دوو بادشاهتونو تقسيم شى.