Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 33:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 زۀ به د خپل خِدمتګار داؤد نسل او ليويان کوم چې زما اِمامان دى او زما په وړاندې خِدمت کوى د آسمان د ستورو او د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره زيات کړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 33:22
23 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى.


مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“


زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.


هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.


راتلونکے نسل به يې خِدمت کوى، د مالِک خُدائ بيان به راتلونکى نسل ته کوى.


زۀ به تر ابده د هغۀ نسل قائم ساتم، ترڅو چې آسمانونه وى تر هغې به د هغۀ تخت ساتم.


ستاسو اولاد به د شګو په شان ډېر او بې‌شمېره وے، او ما به هيڅ امکان نۀ وے پرېښے چې د هغوئ نام و نشان زما د وړاندې نه ختم شى.“


زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان اِمامان او ليويان جوړ کړم. دا د مالِک خُدائ وينا ده.“


نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لکه څنګه چې د آسمان د ناپ تول اندازه نۀ شى لګولے او د زمکې د بنياد اندازه نۀ شى معلومولے نو زۀ به هم د اِسرائيل د ګناهونو په وجه د هغوئ نه اِنکار ونۀ کړم.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


او هم داسې به اِمامان همېشه د ليوى قبيلې نه وى څوک به چې تل زما خِدمت کوى او ما ته به سوزېدونکې نذرانې، او د غلو نذرانې او قربانۍ پېش کوى.“


مالِک خُدائ بل پېغام يرمياه ته ورکړو،


نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې هغۀ ما ته حکم وکړو، او ساه په هغوئ کښې راغله، هغوئ راژوندى شول او په خپلو پښو ودرېدل، يو ډېر لوئ لښکر ترې جوړ شو.


”خو هغه اِمامان، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى او چا چې په وفادارۍ سره زما د مقدس کور خِدمت وکړو کله چې بنى اِسرائيل زما نه بې‌لارې شول، هغوئ به نزدې راشى زما د وړاندې به خِدمت وکړى، هغوئ به د وازګو او وينې قربانۍ پېش کولو دپاره زما په وړاندې ودريږى، مالِک خُدائ دا فرمائى.


خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“


زۀ به هغوئ ته شپيلے ووهم او يو ځائ ته به يې راغونډ کړم. يقيناً زۀ به هغوئ آزاد کړم، هغوئ به بې‌شمېره کړم څنګه چې مخکښې وُو.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ هغه خلق بچ کړى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، نو په هغوئ کښې به د ټولو نه کمزورى د داؤد هومره طاقتور وى، او د داؤد اولاد به داسې وى لکه چې خُدائ پاک او لکه چې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خپله د هغوئ نه وړاندې روانه وى.


او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى.


نو په دې وجه بيا د يو سړى نه چې د مړى په شان وو، چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى بې‌شمېره اولاد پېدا شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan