20 ”مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ چرې تاسو زما لوظ د ورځې او د شپې د مقرر شوى نظام په حقله ماتولے شئ، چې شپه او ورځ په خپل مقرر شوى وخت رانۀ شى
هغۀ دا ځلېدونکى څيزونه په آسمان کښې مقرر کړل چې زمکې له رڼا ورکوى،
چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“
او هغوئ يې د تل دپاره په خپل ځايونو مقرر کړې دى، او هغۀ ورته قانون مقرر کړو چې هيڅکله نۀ ختميږى.
زۀ به کله هم خپل لوظ مات نۀ کړم او نۀ به کله هم د خپلې ژبې بيان نه واوړم.
دا به د سپوږمۍ په شان تر ابده قائم وى، کومه چې به په آسمان کښې د وفا ګواهى ورکوى.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”لکه څنګه به چې زما نوى آسمانونه او نوې زمکه زما په وړاندې قائمه وى، نو هم داسې به ستاسو اولاد او ستاسو نوم تر همېشه پورې قائم وى.“
نو بيا د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته راغلو چې،
خو بيا هم، چې هغوئ لا د خپلو دشمنانو په مُلک کښې وى، نو زۀ به يې نۀ رد کوم، نۀ به ترې نفرت کوم او نۀ به يې بېخى تباه کوم. هسې نه چې د هغوئ سره زما لوظ مات شى، زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.