د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
نو بيا به هغه بادشاهان څوک چې د داؤد په تخت ناست دى نو هغوئ به د خپلو آفسرانو سره د دې ښار په دروازو ځى راځى. او هغوئ او د هغوئ آفسران به په آسونو او ګاډو سوارۀ راشى، او د يهوداه خلق به ورسره وى او هغوئ څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، او دا ښار به د تل دپاره آباد وى.