مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.
نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.
د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.
په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،