Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 33:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 مالِک خُدائ فرمائى چې، د غريزه مُلک په ښارونو، او د غونډو په شا او خوا، او د نجب په صحرا، د بنيامين په علاقه کښې، د يروشلم په شا او خوا، او د يهوداه په ښارونو کښې به شپونکى يو ځل بيا خپل ګډورى وشمارى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 33:13
9 Iomraidhean Croise  

د يهوداه د ښارونو او د يروشلم د ګېرچاپېره کلو نه به خلق راشى، هغوئ به د بنيامين د علاقې، د مغربى غونډو د لمنو نه، او د نجب او د غريزې علاقې نه به د خپلو سوزېدونکو نذرانو او قربانو سره راشى. هغوئ به د خپلو غلو دانو او خوشبوئى د شکرانې نذرانې سره د مالِک خُدائ کور ته راشى.


هغوئ به راشى او پاس د صيون په غرۀ به د خوشحالۍ چغې ووهى، او هغوئ به د مالِک خُدائ په برکتونو لکه غله دانه، مے، تېل، او د رمو په زياتولو خوشحاله شى. د هغوئ ژوند به لکه د سيرابه باغ په شان وى، او هغوئ به نور غمژن نۀ شى.


نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، په دې مُلک کښې به بيا کورونه، پټى او د انګورو باغونه اخستل کيږى.“


آو، د بنيامين په علاقه، د يروشلم په خوا او شا، د يهوداه په ښارونو، غريزه علاقو، د غرونو په کلو، مغربى صحراګانو او په نجب کښې به زمکې د سپينو زرو سيکو باندې اخستلے کيږى او مهر شوى انتقالونه او ګواهان به په کښې نيولے کيږى، ځکه چې زۀ به دا قوم د غلامۍ نه واپس راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


چې زۀ به ستاسو سره حساب کوم چې تاسو خپل لوظ پوره کړے دے کۀ نه.


هر يو لسم څاروے د مالِک خُدائ دے. کله چې ځناور شمېرلے شى، نو هر يو لسم به د مالِک خُدائ وى.


د بنى اِسرائيلو جلاوطن کړے شوى خلق چې په کنعان کښې دى به د صارفت پورې مُلک قبضه کړى، د يروشلم جلاوطن کړے شوى څوک چې په سفاراد کښې دى هغوئ به د نجب په ښارونو قبضه وکړى.


”کۀ چرې په تاسو کښې د يو تن سل ګډې وى او يوه ترېنه ورکه شى نو ولې هغه به دغه نورې يو کم سل تر هغې په تش مېدان پرې نۀ ږدى ترڅو چې يې هغه ورکه شوې موندلې نۀ وى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan