کوم وخت چې بادشاه تېرېدو، نو هغه پېغمبر ورته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ په جنګ کښې جنګېدم چې يو فوجى ما له يو نيولے شوے دشمن راوستلو او راته يې ووئيل، دې سړى ته ګوره، کۀ دے درنه وتښتى، نو د دې سړى په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او يا به درې زره د سپينو زرو سيکې جرمانه ورکوې.