يرمياه 32:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 ستا د ترۀ زوئ حنمايل د سلوم زوئ به تا له راشى او درته به وائى چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله، ځکه چې تۀ زما نزدې خپلوان يې نو اول د اخستو حق ستا دے او دا ستا فرض هم جوړيږى چې تۀ يې واخلې. Faic an caibideil |
نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنمايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه.