43 نو يو ځل به بيا په دې مُلک کښې زمکې واخستلے شى، د کوم چې تاسو وايئ چې دا خو صحرا او بېکاره زمکه ده، بغېر د انسانانو او ځناورو، ځکه چې دا خو بابليانو ته په قبضه کښې ورکړے شوې وه.
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، په دې مُلک کښې به بيا کورونه، پټى او د انګورو باغونه اخستل کيږى.“
خو اے مالِکه خُدايه زما ربه تۀ هغه ذات يې چې ما ته دې حُکم راکړو چې د ګواهانو په مخکښې هغه زمکه واخله، سره د دې چې د ښار حالت داسې خراب وو چې بابليانو نيولو.“
”تاسو وايئ چې، دا ښار به د جنګ، قحط، او وبا په وجه د بابل بادشاه قبضه کړى، خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د دې ښار په حقله فرمائى چې،
مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو د دې ځائ په حقله وايئ چې، دا ځائ خو د صحرا په شان دے چې په کښې نه انسان او نه ځناور شته. خو د يهوداه ښارونه او د يروشلم کوڅې خالى دى کومې چې په ميرو بدلې شوې چې نۀ په کښې انسان او نۀ په کښې ځناور شته، نو يو ځل بيا به هلته،
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ څۀ هم چې دا مُلک اوس د صحرا په شان دے او د انسانانو او ځناورو نه خالى دے خو په دې کښې به بيا د څرن زمکه راپېدا شى چې شپونکى به ورته خپلې رمې څرولو دپاره راولى.
هغوئ به هلته په امن سره ژوند تېروى او هغوئ به کورونه جوړ کړى او د انګورو بوټى به وکَرى. زۀ به د هغوئ هغه ټولو ګاونډيانو له سزا ورکړم چا چې ورپورې ټوقې کړې وې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ د هغوئ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“