تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے، او نۀ به ستا زمکې ته ”خوشے مُلک“ نوم اخستلے شى. ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى.
زۀ به هغوئ ته په ښۀ سترګه ګورم، او زۀ به هغوئ دې مُلک ته واپس راولم. زۀ به هغوئ آباد کړم او زۀ به هغوئ ونۀ غورزوم، زۀ به هغوئ وکرم او د بېخ نه به يې نۀ راوباسم.
او لکه څنګه چې ما هغوئ د بېخ نه راويستل، او ټوکړې ټوکړې مې کړل، او راومې غورزول، او تباه مې کړل او افتونه مې پرې نازل کړل، نو دغه شان به زۀ هغوئ دوباره آباد او قائم کړم.
زۀ به بنى اِسرائيل د هغوئ په خپل مُلک کښې وکَرم، او دوئ به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى د هغه مُلک نه چې ما ورته ورکړے دے،“ ستاسو مالِک خُدائ دا فرمائى.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.