30 نو د اِسرائيل او د يهوداه خلقو د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې د شرارت نه بغېر بل کوم کار نۀ دے کړے او هر وخت يې زۀ په خپل کردار سره غصه کړے يم.
د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.
ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“
ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.
ما په هغه وخت کښې تاسو ته خبردارے درکړو کله چې تاسو ښۀ په آرام وئ، خو تاسو ووئيل، مونږ مۀ تنګوه. د ځوانۍ نه ستاسو هم دا عادت وو، تاسو زما تابعدارى نۀ ده کړې.
هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې د نورو معبودانو عبادت او خِدمت مۀ کوئ، تاسو چې په خپلو لاسونو کوم بُتان جوړ کړى دى هغوئ ته په عبادت کولو زما قهر مۀ راپاروئ. نو بيا به زۀ تاسو ته نقصان نۀ درکوم.
مالِک خُدائ وفرمائيل چې، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو، او تاسو چې څۀ جوړ کړى وُو د هغې په وجه تاسو زۀ په قهر او غصه کړم، او تاسو په خپله خپل ځان ته نقصان ورسولو.
مونږ له په کار دى چې بېعزتى او شرم قبول کړُو او په شرمونو پټ شُو. ځکه چې مونږ د خپل پلار نيکۀ سره د خپل مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په خلاف ګناه کړې ده. د اول نه تر آخره پورې مونږ د خپل مالِک خُدائ پيروى نۀ ده کړې.“
ستا ټولو ملګرو تۀ هېر کړے يې، هغوئ ستا پرواه نۀ کوى. ما په تا باندې داسې حمله وکړه لکه څنګه چې په دشمن کوم، او د يو ظالم په شان مې سزا درکړه، ځکه چې ستا شرارتونه ډېر غټ دى، او ستا ګناهونه ډېر زيات دى.
”يو طومار راواخله او په هغې زما ټول کلام کوم چې ما درته د يهوداه، د اِسرائيل او د ټولو قومونو په خلاف د يوسياه د بادشاهۍ د وخت نه تر اوسه پورې نازل کړے دے وليکه.
ځکه کوم بد کارونه چې هغوئ وکړل. هغوئ زما قهر په هغه خوشبو سوزولو او غېرو معبودانو ته په عبادت کولو راوچت کړو چې نۀ خو هغوئ او نۀ تاسو او نۀ د هغوئ پلار نيکۀ پېژندل.
تاسو په مِصر کښې نورو معبودانو او بُتانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولو سره ما ولې غصه کوئ؟ تاسو به په دې کار کولو سره صرف خپل ځان تباه کړئ او د دُنيا د نورو خلقو د لعنت، خندا او مسخرو به وګرځوئ.
زما د خلقو ژړا ته غوږ ونيسئ چې په ټول مُلک کښې اورېدلے کيږى، هغوئ تپوس کوى وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ صيون پرېښودے دے څۀ؟ آيا د هغوئ بادشاه نور دلته کښې نشته څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته په جواب کښې فرمائى چې، ”تاسو ولې د هسې فضول او پردو بُتانو په عبادت زما قهر او غضب راوپارولو؟“
کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.
خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم.
هغوئ په مِصر کښې کنجرې جوړې شوې، او په پېغلتوب کښې يې پردو سړو ته د خپلو سينو سره د لوبو کولو اجازت ورکړو.