زۀ به د دې ښار ټول مال دولت او د هغوئ ټول قيمتى سامانونه او د يهوداه بادشاه خزانې د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم. هغوئ به دا لوټ کړى او بابل ته به يې يوسى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دا ښار بچ نۀ کړم او افتونه به پرې نازل کړم، نه چې آبادى. دا به د بابل بادشاه ته حواله کړم او هغه به دا ښار په اور تباه کړى.“
تۀ به د هغۀ د ګرفتارى نه ونۀ تښتې بلکې په يقين سره به تۀ ګرفتار شې او هغۀ ته به حواله کړے شې. تۀ به د بابل بادشاه په خپلو سترګو ووينې، او هغه به تا سره مخامخ خبرې وکړى. او هغه به تا بابل ته جلاوطن کړى.