Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 32:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 32:23
32 Iomraidhean Croise  

زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بې‌عزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بې‌عزته يُو.


کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه، او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې. تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ د کوم چې تا هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه.


هغوئ د خُدائ پاک لوظ پوره نۀ کړو، هغوئ د هغۀ شريعت رد کړو او عمل يې پرې ونۀ کړو.


ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.


هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو ما ته غوږ ونۀ نيسئ او کوم شريعت چې ما تاسو ته پېش کړے دے د هغې پيروى ونۀ کړئ،


خو تر ننه پورې نۀ تاسو په خپل ځان کښې خاکسارى راوستې ده او نۀ مو په خپلو بدو کارونو پښېمانى ښکاره کړې ده. په تاسو کښې هيچا، نۀ زما د شريعت په مطابق او نۀ زما د اصُولو په مطابق ژوند کړے دے کوم چې ما ستاسو نه وړاندې ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړى وُو.


خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل.


”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى.


يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى.


ما د هغوئ بچو ته په صحرا کښې وفرمائيل چې، د خپل پلار نيکۀ د رِواج پيروى مۀ کوئ او مۀ د هغوئ په قانون عمل کوئ او مۀ د هغوئ په بُتانو خپل ځان پليتوئ.


خو د هغوئ اولاد زما خلاف سرکشى وکړه، او هغوئ زما د سبت سپکاوے وکړو. هغوئ زما د حکمونو پيروى ونۀ کړه، او زما د قانون په ساتلو يې غور ونۀ کړو. چا چې د دې تابعدارى وکړه نو په دې به ژوندى پاتې شى. بيا ما وفرمائيل چې، زۀ به په هغوئ خپل قهر نازل کړم او خپله غصه به په هغوئ په صحرا کښې سړه کړم.


خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم.


دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“


تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.


ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“


ځکه کۀ يو کس په ټول شريعت عمل کوى او صرف په يوه خبره کښې هم خطا وکړى نو هغه د هغه چا په شان دے چې ټول شريعت ماتوى.


نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له هغه ټول مُلک ورکړو د کوم يې چې د هغوئ پلار نيکۀ سره د ورکولو لوظ کړے وو. کله چې بنى اِسرائيلو دا مُلک قبضه کړو، نو هغوئ هلته په هغه مُلک کښې دېره شول.


کۀ تاسو هغه لوظ مات کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغې سر ته رسولو حُکم درکړے دے او تاسو د نورو معبودانو خِدمت او عبادت وکړئ، نو بيا به هغه په خپله غصه کښې تاسو له سزا درکړى، نو ډېر زر به ستاسو يو کس هم په دې ښۀ مُلک کښې پاتې نۀ شى چې کوم هغۀ درکړے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan