يرمياه 32:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 په هغه وخت کښې چې د بابل د بادشاه لښکرو د يروشلم نه ګېره اچولې وه نو يرمياه په دې ورځو کښې د يهوداه د شاهى محل دننه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو. Faic an caibideil |
د اُوزى زوئ فالال ورپسې برخه جوړه کړه، د دېوال د ګوټ نه او د څوکيدارۍ دربار ته نزدې د محل برنۍ مينارې نه يې شروع وکړه، د پرعوس زوئ فداياه ورپسې برخه جوړه کړه، دا برخه د هغه ځائ پورې وه چې نمرخاتۀ طرف ته يې د اوبو دروازه او د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ اوچته ميناره وه. دا برخه د ښار د هغه حِصې سره نزدې وه چې نوم يې عوفل وو، چرته چې د خُدائ پاک د کور کاريګران اوسېدل.
نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنمايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه.