ما د نبوت او د هغۀ د زامنو قتل پرون وليدو. زۀ دا قسم کوم چې زۀ به تا له هم په دې پټى کښې سزا درکړم.“ نو ياهُو خپل آفسر له حُکم ورکړو چې، ”د يورام لاش اوچت کړه او په هغه پټى کښې يې واچوه چې کوم د نبوت دے، نو چې د مالِک خُدائ قسم پوره شى.“
بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.
اے مالِکه خُدايه، آيا تۀ د ازل نه موجود نۀ يې؟ زما پاکه خُدايه، زما مقدس ذاته، مونږ به نۀ مرو. اے مالِکه خُدايه، تا هغوئ منتخب کړل چې حساب وکړى، اے ګټه، تا هغوئ مقرر کړل چې سزا ورکړى.