يرمياه 31:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يعقوب دپاره د خوشحالۍ سندرې ووايئ او چغې ووهئ چې بنى اِسرائيل د ټولو نه لوئ قوم دے. مالِک خُدائ ته د حمد و ثناء چغې ووهئ او ووايئ چې، اے مالِکه خُدايه، په بنى اِسرائيلو کښې پاتې شوے خپل قوم دې بچ کړه. Faic an caibideil |
شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“
نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“