مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم.
ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حننايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې.