30 خو هر سړے به د خپلې ګناه په وجه مړ کيږى، هر څوک چې تراوۀ انګور وخورى هم د هغۀ غاښونه به برېښيږى.“
خو هغۀ د هغوئ بچى ونۀ وژل او په هغه څۀ يې عمل وکړو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په شريعت کښې فرمائيلى وُو، ”مور او پلار دې د بچو د جرمونو په وجه نۀ شى وژلے او د مور پلار د جرمونو په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، يو کس دې صِرف د خپل جرم په وجه ووژلے شى.“
هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
کوم کس چې ګناه وکړى هم هغه کس به مړ شى. زوئ به د پلار په ګناه نۀ شى نيولے، او نۀ به پلار د زوئ په ګناه کښې نيولے شى. د صادق انسان صداقت به هغۀ ته په نېکۍ کښې حساب شى، او بدعمله ته به د بدعملۍ سزا مِلاو شى.
ځکه چې هر ژوندے ځان زما دے، پلار او د هغۀ زوئ دواړه يو شان زما دى. څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى.
خو د مالِک خُدائ روح ما له راغے او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم. هغۀ ما سره خبرې وکړې او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان دې په خپل کور کښې بند کړه.
کۀ چرې زۀ يو صادق انسان ته ووايم چې تۀ به يقيناً ژوندے پاتې شې، خو هغه بيا په خپل صداقت اعتماد وکړى او بد کارونه شروع کړى، نو زۀ به د دۀ يو ښۀ عمل هم ياد نۀ کړم، کوم چې هغۀ پخوا کړى دى، هغه به د هغه بدو کارونو په وجه چې کوم هغۀ کړى دى، مړ شى.
کۀ يو صادق انسان خپل صداقت پرېږدى او بدعملى شروع کړى، هغه به د دې کار په وجه مړ شى.
کله چې زۀ يو بدعمله ته ووايم، ”اے بدعمله، تۀ به په حقيقت کښې مړ شې،“ او تۀ د هغوئ سره خبرې ونۀ کړې چې هغوئ د خپلو عملونو نه واوړى، نو هغه بدعمله به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، او زۀ به تا د هغۀ د مرګ ذمه وار کړم.
ځکه چې هر څوک به خپل بوج په خپله اوچتوى.
د چا بچو چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ مور پلار نۀ شى وژلے او د چا مور پلار چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، هر څوک به صرف د خپلو جرمونو په وجه وژلے شى چې هغوئ په خپله کړى وى.
نو کله چې د هغۀ بد خواهش راوچت شى نو ګناه ترېنه پېدا شى، او کله چې ګناه زياته شى نو مرګ ترې پېدا شى.