29 په هغه ورځو کښې به نور خلق داسې نۀ وائى چې، تراوۀ انګور يې پلارانو وخوړل، او غاښونه يې د بچو وبرېښېدل.
تۀ وائې چې، خُدائ پاک د هغوئ په وجه د هغوئ بچو له سزا ورکوى. نو دا سزا دې هم هغوئ له ورکړے شى، چې پته ورته ولګى.
خو هر سړے به د خپلې ګناه په وجه مړ کيږى، هر څوک چې تراوۀ انګور وخورى هم د هغۀ غاښونه به برېښيږى.“
زمونږ پلار نيکۀ ګناه وکړه خو هغوئ مړۀ دى او اوس مونږ د هغوئ د ګناه سزا خورو.
د چا بچو چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ مور پلار نۀ شى وژلے او د چا مور پلار چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، هر څوک به صرف د خپلو جرمونو په وجه وژلے شى چې هغوئ په خپله کړى وى.