نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى.
زۀ به ستا د سړو او څاروو شمېر زيات کړم، او هغوئ به بارداره او ډېر شى. زۀ به خلق په تا کښې د پخوا په شان په ځائ کړم او د پخوا نه به ډېر برکت درکړم. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.