26 نو کله چې زۀ راپاڅېدم او خپلې سترګې مې پرانستلې، نو زۀ پوهه شوم چې په خوږ خوب اودۀ وم.“
يعقوب د خوب نه پاڅېدو او وې فرمائيل، ”بېشکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“
خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بېفائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.
ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
کله چې تۀ څملې، تۀ به نۀ يرېږې، او تۀ به په خوږ خوب اودۀ کېږې.