25 زۀ به ستړو ستومانو ته طاقت ورکړم او مړاوى شوى به تازه کړم.
هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.
هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.
هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.
کله چې غريبانان او ضرورتمند اوبۀ لټوى، خو مومى يې نه، او د هغوئ مرۍ د تندې نه اوچې شى، نو بيا به زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ سوال قبول کړم، زۀ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به هغوئ هيڅکله پرې نۀ ږدم.
خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
هغوئ به راشى او پاس د صيون په غرۀ به د خوشحالۍ چغې ووهى، او هغوئ به د مالِک خُدائ په برکتونو لکه غله دانه، مے، تېل، او د رمو په زياتولو خوشحاله شى. د هغوئ ژوند به لکه د سيرابه باغ په شان وى، او هغوئ به نور غمژن نۀ شى.
زۀ به د هغوئ اِمامان په غوړو زېړو خوراکونو ماړۀ کړم، او زما خلق به زما په نعمتونو باندې ماړۀ پټ شى. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
زۀ به هغوئ په ښۀ شنو ځايونو کښې وڅروم، او د بنى اِسرائيلو د غرونو لوړې څوکې به د هغوئ د څرېدو ځائ وى. او هلته به هغوئ په ښۀ شنو واښو کښې څملى، او هغوئ د بنى اِسرائيلو د غرونو په شنو واښو کښې وڅريږى.
اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.
بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى.
اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى.
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“
خو خُدائ پاک چې عاجزانو ته تسلى ورکوى نو د تيطوس په راتلو يې مونږ له تسلى راکړه،