21 اے زما قومه، تاسو د تلو په وخت په خپله لار داسې نښې ودروئ چې د هغې نه په واپسۍ کښې خلقو ته د صحيح لارې پته ولګى. اے پېغلې اِسرائيله راوګرځه، خپلو ښارونو ته راوګرځه.
د دې هر څۀ نه علاوه، چې ما د مخکښې نه تيار کړى دى د خُدائ پاک د کور سره زما د مينې په وجه ما خپل سپين زر او سرۀ زر هم ورکړى دى.
د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه کومو خلقو چې د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت کول غوښتل نو هغوئ ليويانو پسې يروشلم ته لاړل، د دې دپاره چې هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نذرانې پېش کړى.
يهوسفط ويرېدو او د مالِک خُدائ د مرضۍ معلومولو دپاره يې دُعا وغوښته او په يهوداه کښې يې ټولو خلقو ته د روژې د نيولو اعلان وکړو.
چې په ظلم زياتى يقين ونۀ کړئ، او نۀ د غلا د مال اسرا وکړئ. ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ، هر څومره چې دولت ستا زياتيږى.
بختور دى هغوئ د چا طاقت چې په تا کښې دے، چا چې خپل زړونه د يروشلم سفر پورې تړلى دى،
ما چې څۀ وليدل نو په خپل زړۀ کښې مې ورباندې سوچ وکړو، او چې څۀ مې وليدل د هغې نه مې سبق زده کړو.
د بابل نه ووځئ. او د بابليانو نه وتښتئ. د خوشحالۍ سره د دې خبر چغه ووهئ، او د دُنيا تر ګُټ ګُټه پورې دا خبره مشهوره کړئ چې، ”مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى بنى اِسرائيليان بچ کړى دى.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”لار جوړه کړئ، لار جوړه کړئ. دا تياره کړئ او زما د خلقو د لارې نه هر خنډ لرې کړئ.
بهر لاړ شئ، د ښار دروازو نه بهر لاړ شئ. او چې کوم خلق واپس راځى نو د هغوئ دپاره يو سړک جوړ کړئ. يو لوئ سړک تيار کړئ، د دې نه کاڼى لرې کړئ. يوه جنډا ولګوئ چې قومونو ته پته لګى.
هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د شمال طرف ته لاړ شه او هغوئ ته ووايه، اے بېايمانه اِسرائيله، مالِک خُدائ فرمائى ما ته راواپس شه. زۀ به په غصې سره نور تا ته نۀ ګورم، ځکه چې زۀ رحم کوونکے يم، مالِک خُدائ فرمائى، او نۀ به زۀ د تل دپاره تا ته غصه يم.
اے بېايمانه خلقو، راواپس شئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک يم. زۀ به ستاسو د ښاريې نه يو او د هرې قبيلې نه دوه دوه کسان خوښ کړم او صيون ښار ته به مو واپس راولم.
زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.
اے د مِصر پېغلې لورې، جِلعاد ته لاړه شه او هلته دارو ولټوه. خو ستاسو رنګارنګ دوائى به تاسو ته شفا درنۀ کړى.
هغوئ به د صيون د لارې تپوس وکړى او بيا به هغه خوا ته مخ تاو کړى او ورروان به شى. هغوئ به ما سره ابدى لوظ وکړى کوم به چې کله هم نۀ هېريږى.
”تاسو څوک چې د مرګ نه راتښتېدلى يئ، ودرېږئ مه، لاړ شئ. تاسو چې څومره هم لرې يئ نو مالِک خُدائ يادوئ. او د خپل کور يروشلم په حقله سوچ کوئ.“
د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“
هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“
اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، تاسو سره چې څۀ کيږى ورباندې غور وکړئ.
اګر کۀ ما هغوئ په قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى دى خو په لرې مُلکونو کښې به هغوئ ما ياد ساتى. هغوئ او د هغوئ بچى به ژوندى پاتې شى، او واپس به راشى.
هغۀ دا هم وفرمائيل، ”ما چې نن کومې خبرې تاسو سره کړې دى دا ټولې په زړۀ کښې واچوئ. د يو حُکم په توګه يې خپلو بچو ته وښايئ چې هغوئ د دې نصيحتُونو هره خبره ومنى.