2 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”د بنى اِسرائيلو کوم خلق چې د مرګ نه بچ پاتې شوى وُو ما په هغوئ په بيابان کښې فضل وکړو، کله چې هغوئ د آرام په تلاش کښې روان وُو ما د هغوئ ساتنه وکړه.
خو هغۀ خپل خلق لکه د رمو په شان ترې نه بهر راوويستل، او د ګډو په شان يې په بيابان کښې د هغوئ لارښودنه وکړه.
نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“
”چې کله تاسو د عبرانيانو ښځو د بچى د پېدا کېدو په وخت مدد کوئ او هغوئ د بچى د زېږېدو په ځائ ناستې ووينئ نو کۀ هغه پېدا کېدونکے زوئ وى نو وې وژنئ، خو کۀ هغه لور وى نو ژوندۍ يې پرېږدئ.“
په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“
بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو.
ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“
دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“
”لاړ شه او د يروشلم خلقو ته دا پېغام ورسوه. ما ته ستاسو د ځوانۍ وفادارى ښۀ ياده ده، چې تاسو به څنګه لکه د ناوې په شان ما سره مينه کوله او تر دې چې په صحرا کښې چې په کښې کله هم څۀ نۀ کېدل بيا هم تاسو ما پسې راروان وئ.
زۀ به تاسو د قومونو بيابان ته راولم او هلته به زۀ تاسو سره مخامخ شم او ستاسو عدالت به وکړم.
ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو. ما د هغۀ د څټ نه جغ اوچت کړو، او زۀ په خپله ورټيټ شوم او خوراک مې ورکړو.
کله چې خلق د مالِک خُدائ د غرۀ سينا نه روان شول، هغوئ درې ورځې سفر وکړو. د مالِک خُدائ د لوظ صندوق به همېشه د هغوئ نه مخکښې تلو چې د هغوئ دپاره د دمې کولو ځائ پېدا کړى.
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ستا د وېنا په مطابق هغوئ ما معاف کړل.
اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل
اګر کۀ هغه همېشه ستاسو نه مخکښې روان وو چې ستاسو دپاره د خېمو لګولو ځائ ولټوى. ستاسو د لارښودنې دپاره هغه به ستاسو په مخکښې د شپې د اور په ستن کښې او د ورځې د وريځې په ستن کښې روان وو.
ځکه چې تاسو ته هغه ميراث لا نۀ دے مِلاو شوے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، چې هلته به تاسو په امن کښې اوسېږئ.
ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک څنګه تاسو له په هر کار کښې برکت درکړے دے. کله چې تاسو په دې لوئ بيابان کښې سرګردانه ګرځېدئ نو هغۀ ستاسو خيال ساتلے دے. هغه په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو مل وو او په تاسو باندې د يو څيز کمے هم نۀ دے راغلے.
په بيابان کښې د خوراک دپاره هغۀ تاسو له من درکړل، هغه خوراک چې ستاسو پلار نيکۀ هيڅکله نۀ وو خوړلے. هغۀ په تاسو سختۍ راولېږلې چې تاسو وآزمائى، نو چې داسې په آخر کښې ستاسو هر څۀ سم شى.
”هغه څۀ مۀ هېروئ چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو ته فرمائيلى وُو چې، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له د آرام ځائ درکړى او هغه به تاسو له دا زمکه درکړى.“