Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 31:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 خو مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ژړا او اوښکې توېدل بس کړئ، تاسو ته به د خپلو کارونو اجر مِلاو شى.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ستاسو ماشومان به د دشمن د مُلک نه راواپس شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 31:16
27 Iomraidhean Croise  

د هغې نه پس چې کله هغۀ مخ ووينځلو، هغه بهر راغلو او خپل زړۀ يې کلک کړو، هغۀ حُکم وکړو چې روټۍ راوړئ.


بيا يوسف د خپلو خِدمتګارانو په مخکښې زړۀ نۀ شو کلک کولے، نو هغۀ ټولو مِصريانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ نه لاړ شى. نو د هغۀ سره نور هيڅ څوک هم نۀ وُو کله چې يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان وښودلو.


خو تاسو تکړه شئ او بې‌حوصلې کېږئ مه، او بيا چې تاسو کوم کار کوئ نو د هغې به تاسو ته اِنعام ملاويږى.“


څوک چې په اوښکو سره کَر وکړى، نو هغوئ به لَو په خوشحالۍ سره وکړى.


ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.


نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.


مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بې‌عزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.


اے د يروشلم خلقو تاسو به نور نۀ ژاړئ. کله چې تاسو هغۀ ته د مدد دپاره فرياد وکړئ، نو هغه به خامخا په تاسو رحم وکړى او چې څنګه ستاسو دُعاګانې واورى نو جواب به درکړى.


ګورئ، مالِک خُدائ تعالىٰ لوئ قدرت سره راروان دے، هغه به د طاقت سره حکومت وکړى، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.


زۀ به په خپله د خپلې رمې باقى پاتې شوى خلق د هغه ټولو مُلکونو نه راغونډ کړم کومو ته چې ما شړلى وُو او خپل وطن ته به يې واپس راولم. چرته چې به هغوئ مېوه ونيسى او د هغوئ شمېر به ډېر شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو ته اجازت درکړم چې ما پېدا کړئ. زۀ به ستاسو مُلک دوباره تاسو له درکړم. د هغه ټولو مُلکونو او ځايونو نه به تاسو واپس راولم په کومو کښې چې ما خوارۀ کړى وئ، او زۀ به تاسو هغه مُلک ته واپس راولم د کوم نه چې ما تاسو جلاوطن کړى وئ، مالِک خُدائ فرمائى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت راروان دے چې زۀ به خپل خلق اِسرائيل او يهوداه د جلاوطنۍ نه بحال کړم او هغه مُلک او ځائ ته به يې واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو او دا به بيا د هغوئ ملکيت وى، دا مالِک خُدائ فرمائى.“


د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


زۀ به يهوداه او اِسرائيل د غلامۍ نه واپس راولم او هغوئ به بيا هغه شان آباد کړم لکه څنګه چې هغوئ وړاندې وُو.


او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به بنى اِسرائيل د هغه قومونو د مينځ نه راوکاږم چرته چې هغوئ تللى دى. زۀ به هغوئ د هرې خوا نه رايوځائ کړم او هغوئ به خپل مُلک ته واپس راولم.


د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.


ځکه چې زمونږ دا ايمان دے چې عيسىٰ مړ شو او بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائ پاک هغه څوک هم د عيسىٰ سره واپس راولى څوک چې د هغۀ سره په ايمان مړۀ شوى دى.


او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.


ځکه چې خُدائ پاک بې‌اِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.


مالِک خُدائ دې تا له د دې بدل درکړى. مالِک خُدائ دې تا له پوره اجر درکړى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، چې ورته د پناه دپاره راغلې يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan