Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 31:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 31:13
22 Iomraidhean Croise  

هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.


کله چې د يروشلم د ښار دېوال وقف کېدلو، نو ليويان د هغه ټولو ځايونو نه راوستلے شول چرته چې هغوئ اوسېدل، هغوئ د دې دپاره راوستلے شول چې د وقف کېدو په جشن کښې د شُکر ګزارۍ د سندرو سره او د چمټو او بينجو د موسيقۍ سره شريک شى.


په هغه ورځ باندې ډېرې نذرانې پېش کړے شوې او د خلقو زړونه د خوشحالۍ نه ډک وُو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ ډېر خوشحاله کړى وُو. ښځې او ماشومان په دې جشن کښې شريک وُو او چې هغوئ کوم شور جوړ کړے وو نو هغه تر لرې لرې پورې اورېدے شو.


دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.


څوک چې په اوښکو سره کَر وکړى، نو هغوئ به لَو په خوشحالۍ سره وکړى.


اے ټولو ځوانانو او پېغلو، بوډاګانو او ماشومانو.


هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى، او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.


تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو، تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،


په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.


هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.


د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.


يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.


ستا نمر به هيڅکله نۀ پرېوځى او نۀ به دې کله سپوږمۍ کوزيږى. ځکه چې مالِک خُدائ به ستا ابدى نُور وى، او ستا د غم ورځې به ختمې شى.


هغۀ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې د مالِک خُدائ د برکت نه ډک کال اعلان وکړم، او د خُدائ پاک د بدل اخستلو ورځ راغلې ده چې ټولو ماتم کوونکو ته تسلى ورکړم.


څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمد‌و‌ثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.


زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.


د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“


نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.


او وګورئ، کله چې په مېله کښې د سيلا جينکۍ ګډېدو له راوځى نو تاسو د انګورو باغونو نه راوځئ. نو تاسو هر يو کس يوه يوه ښځه د هغوئ نه په زور راونيسئ او د بنيامين علاقې ته يې د ځان سره بوځئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan