Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 31:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هغوئ به راشى او پاس د صيون په غرۀ به د خوشحالۍ چغې ووهى، او هغوئ به د مالِک خُدائ په برکتونو لکه غله دانه، مے، تېل، او د رمو په زياتولو خوشحاله شى. د هغوئ ژوند به لکه د سيرابه باغ په شان وى، او هغوئ به نور غمژن نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 31:12
35 Iomraidhean Croise  

خو تا سره د معافۍ امکان شته دے، نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.


تاسو به د څېړۍ د داسې ونې په شان يئ چې پاڼې يې اوچې شوى وى او د يو داسې باغ په شان به يئ چې هيڅ اوبۀ په کښې نۀ وى.


هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.


د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.


څوک چې د ښار حفاظت کوى نو هغوئ د خوشحالۍ چغې وهى، هغوئ په خپلو سترګو باندې ګورى چې مالِک خُدائ صيون ته واپس راروان دے.


نو زۀ به همېشه ستاسو لارښودنه کوم او په اوچ بيابان کښې به هم ستاسو حاجتونه پوره کوم. او زۀ به ستاسو وجود مضبوط کړم. تاسو به د يو داسې باغ په شان يئ چې ډېرې تېرې اوبۀ لرى، د هغه چينې په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.


ستا نمر به هيڅکله نۀ پرېوځى او نۀ به دې کله سپوږمۍ کوزيږى. ځکه چې مالِک خُدائ به ستا ابدى نُور وى، او ستا د غم ورځې به ختمې شى.


زۀ پخپله به په يروشلم خوشحالى کوم، او د هغې په خلقو به خوشحاله يم. په هغې کښې به نور د ژړا شور او د پرېشانۍ چغې نۀ شى اورېدے.


اے بې‌ايمانه خلقو، راواپس شئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک يم. زۀ به ستاسو د ښاريې نه يو او د هرې قبيلې نه دوه دوه کسان خوښ کړم او صيون ښار ته به مو واپس راولم.


ښاريان او زمينداران او شپونکى به د خپلو رمو سره په شريکه د يهوداه په مُلک کښې اوسيږى.


زۀ به ستړو ستومانو ته طاقت ورکړم او مړاوى شوى به تازه کړم.


زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.


نو هغه ورځ راروانه ده چې د اِفرائيم د غونډو نه به چوکيداران آوازونه وکړى او وائى به چې، راځئ چې صيون ته د عبادت دپاره او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته لاړ شو.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يعقوب دپاره د خوشحالۍ سندرې ووايئ او چغې ووهئ چې بنى اِسرائيل د ټولو نه لوئ قوم دے. مالِک خُدائ ته د حمد و ثناء چغې ووهئ او ووايئ چې، اے مالِکه خُدايه، په بنى اِسرائيلو کښې پاتې شوے خپل قوم دې بچ کړه.


نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، په دې مُلک کښې به بيا کورونه، پټى او د انګورو باغونه اخستل کيږى.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ څۀ هم چې دا مُلک اوس د صحرا په شان دے او د انسانانو او ځناورو نه خالى دے خو په دې کښې به بيا د څرن زمکه راپېدا شى چې شپونکى به ورته خپلې رمې څرولو دپاره راولى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، د غريزه مُلک په ښارونو، او د غونډو په شا او خوا، او د نجب په صحرا، د بنيامين په علاقه کښې، د يروشلم په شا او خوا، او د يهوداه په ښارونو کښې به شپونکى يو ځل بيا خپل ګډورى وشمارى.


زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.


زما په مقدس غر، د بنى اِسرائيلو په اوچت غر، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، هلته په هغه مُلک کښې د بنى اِسرائيلو ټول قوم به زما عبادت وکړى، او هلته به زۀ هغوئ قبول کړم. او هلته به زۀ ستاسو نه نذرانې او غوره تحفې او ستاسو ټولې مقدسې قربانۍ وغواړمه.


زۀ به هغوئ په ښۀ شنو ځايونو کښې وڅروم، او د بنى اِسرائيلو د غرونو لوړې څوکې به د هغوئ د څرېدو ځائ وى. او هلته به هغوئ په ښۀ شنو واښو کښې څملى، او هغوئ د بنى اِسرائيلو د غرونو په شنو واښو کښې وڅريږى.


زۀ به ستاسو د ونو مېوې او د پټو فصلونه زيات کړم، ترڅو تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې د قحط په وجه شرمنده نۀ شئ.


د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.


په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى.


زۀ اوس تاسو سره وعده کوم په دې وخت کښې چې غله لا په ګودام کښې شته، تاسو تر اوسه پورې خپل فصل نۀ دے لو کړے، او ستاسو د انګورو بوټو او د اينځرو ونو، انار او د زيتُونو ونو هيڅ مېوه لا نۀ ده کړې. خو د نن نه به زۀ تاسو له برکت درکړم.“


”تخم به په خير سره کَرلے کيږى، د انګورو بوټى به ښۀ مېوه کوى، زمکه به خپل فصلونه کوى، او آسمانونه به پرخه ورَوى. زۀ به دا هر څۀ د ميراث په توګه د دې خلقو ژوندى پاتې شوو ته ورکړم.


نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.


او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟


هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“


ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan