خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”يقيناً چې د جنګيالى نه به قېديان بوتلے شى، او د ظالم کس مالِ غنيمت به ونيولے شى. هر څوک هم چې تا سره جنګ کوى نو زۀ به هغوئ سره جنګ کوم، او هم زۀ به ستا د بچو حِفاظت کوم.
د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.