يرمياه 31:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 مالِک خُدائ فرمائى، ”اے قومونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، او هغه لرې ساحلى وطنونو ته يې بيان کړئ. هغه چا چې بنى اِسرائيل خوارۀ کړى دى هم هغه به يې راغونډ کړى. لکه څنګه چې شپونکے د خپلې رمې ساتنه کوى هم داسې به هغه د هغوئ خيال ساتى. Faic an caibideil |
زۀ به د هغوئ په مينځ کښې يوه نښه قائمه کړم. او په هغوئ کښې چې کوم ژوندى پاتې وى نو څۀ به ترې نورو قومونو ته ولېږم. هغوئ به ترسيس، ليبيا او لِديه چې په غشو او ليندو استعمالولو کښې تکړه دى، او توبل او يونان ته ولېږم. او هغه لرې مُلکونو ته به يې ولېږم چې هغوئ زما د شُهرت نه نۀ دى خبر او چې زما جلال يې هم نۀ دے ليدلے. هغوئ به دغه قومونو ته زما د لويئ اعلان وکړى.