په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“
بلکې مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمت کوونکيه يعقوبه، مۀ يرېږه. او اے اِسرائيله تۀ مۀ پرېشانه کېږه. زۀ به په يقين سره تا او ستا اولاد په هغه لرې مُلک کښې د جلاوطنۍ نه آزاد کړم. او تۀ به راواپس شې او خير خيريت سره به ژوند کوې. او څوک به تا نۀ شى يرولے.
او د مالِک خُدائ سخت قهر او غضب به تر هغې پورې وى او واپس به نۀ شى ترڅو چې د هغۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې هر څۀ باندې پوهه شئ.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت راروان دے چې زۀ به خپل خلق اِسرائيل او يهوداه د جلاوطنۍ نه بحال کړم او هغه مُلک او ځائ ته به يې واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو او دا به بيا د هغوئ ملکيت وى، دا مالِک خُدائ فرمائى.“
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.
”نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به اوس يعقوب د غلامۍ نه واپس راولم او د اِسرائيل په ټولو خلقو به رحم وکړم، او زۀ به په خپل مقدس نوم غېرت وکړم.
د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.
دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“