بلکې مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمت کوونکيه يعقوبه، مۀ يرېږه. او اے اِسرائيله تۀ مۀ پرېشانه کېږه. زۀ به په يقين سره تا او ستا اولاد په هغه لرې مُلک کښې د جلاوطنۍ نه آزاد کړم. او تۀ به راواپس شې او خير خيريت سره به ژوند کوې. او څوک به تا نۀ شى يرولے.
د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.
او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بېدينى لرې کړى.