زۀ د نمرخاتۀ طرف نه يو ښکارى مارغۀ راغواړم، د لرې مُلک نه به يو داسې سړے راشى چې زما منصوبه به پوره کوى. څۀ چې ما وئيلى دى زۀ به هغه سر ته رسوم. او چې کومه منصوبه ما جوړه کړې وى هغه به سر ته رسوم.
د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.
ما ته پته ده چې زما د مرګ نه پس به خلق بدعمله شى او چې ما څۀ ورته ښودلى دى د هغې نه به منکر شى. او په راتلونکى وخت کښې به هغوئ د افت سره مخامخ شى، ځکه چې هغوئ به مالِک خُدائ په قهر کړے وى د هغه کارونو په وجه چې هغۀ منع کړى دى.“