23 ګورئ د مالِک خُدائ غصه لکه د طوفان په شان رانازليږى، او د تېزو هواګانو په شان د بدعمله خلقو په سر په غضب سره لګيږى.
خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى، لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.
کله چې بدبختى لکه د طوفان درباندې راشى، او چې مصيبت لکه د سيلۍ په شان درباندې راشى او چې مصيبت او سختى په تاسو باندې غالبه شى،
ربُ الافواج داسې فرمائى چې، وګورئ، افت د يو مُلک نه بل مُلک ته پيوسته خوريږى او يو لوئ طوفان د دُنيا د بل سر نه راروان دے.
په دغه وخت کښې به دې خلقو او يروشلم ته ووئيلے شى چې، ”زما عزيزانو. د صحرا د اوچتو غونډو نه به سوزونکى هوا په تاسو راشى، دا به هغه ښۀ هوا نۀ وى چې دانې د بوسو نه جدا کوى.
ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو.
بيا مالِک خُدائ به د هغوئ دپاسه راښکاره شى، د هغۀ غشى به لکه د برېښنا په شان ځليږى. مالِک خُدائ ربُ الافواج به بيګل وغږوى، هغه به د جنوب طرف طوفان کښې راشى.